ده افغانستان ژورنال

د هند په یوه معبد کې د ګڼې‌ګوڼې له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي

هندي چارواکو خبر ورکړی، چې نن ې شنبې په سهار د سویلي ایالت اندرا پردیش په یوه معبد کې د ګڼې‌ګوڼې له امله لږ تر لږه نهه کسان او لسګونه نور ټپیان دي.

د اندرا پردیش مرستیال وزیر پاون کلیان نن شنبه ویلي، چې د ګڼې‌ګوڼې پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې خلک د هندوانو لپاره د یوې نیکمرغه ورځې په توګه د سریکاکولم ښار په یوه معبد کې راټول شوي وو او له امله یې دغه پېښه رامنځته شوې ده.

چارواکو زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۵۰۰۰ خلک په یوه مندر کې راټول شوي وو، په داسې حال کې چې دغه معبد یوازې د ۲۰۰۰ کسانو ځای درلود.

له دې سره د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ټویټر پاڼې کې وویل چې حکومت به د مړه شویو کسانو کورنیو ته  ۲۳۰۰ ډالر او ټپیانو ته ۵۷۰ ډالر ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *