ده افغانستان ژورنال

 امریکا کې د ډزو له امله دوه کسان ټپیان شوي

امریکا کې نا امني پر دوام؛ د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی چې د کالیفورنیا په یوه سوداګریز مرکز کې د ډزو له امله دوه کسان ټپیان شوي دي.

امریکایي رسنیو د کالیفورنیا پولیسو له قوله خبر ورکړی چې دا پیښه د جمعې په ورځ د سان‌خوزه ښار په یوه سوداګریز مرکز کې رامنځته شوې ده.

اسوشیټیډ پریس د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي او دواړه کسان د ډزو له امله روغتون ته وړل شوي دي.

د بریدګر هویت لا تر اوسه نه دی څرګند شوی او د دغه سوداګریز مرکز د  پولیسو د عامه خوندیتوب لپاره د کوم ګواښ د نه شتون ډاډ ترلاسه کولو لپاره دغه مرکز خالي کړی او پاک کړی دی.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې دوه ورځې وړاندې یو ۲۹ کلن افغان د امریکا په دوه ګارډ افسرانو ډزې وکړې چې له امله یې یو تن مړه او یو بل ټپي دی. او له دې پېښې سره هم مهاله امریکا د ټولو افغانانو د پناه‌غوښتنې غوښتنلیکونو پروسس په موقتي ډول وځنډاوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *