ده افغانستان ژورنال

د کندهار سپین بولدک کې د پاکستان برید له امله څلورو کسان وژل شوي

تېره شپه جمعه د لیندۍ ۱۴مه د کندهار پر سپین‌بولدک ولسوالۍ د پاکستان پوځي رژیم په برید کې چې ا.ا یې هم غبرګون ته اړ کړی څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د پاکستان دغه برید چی تېر ماښام ترسره شوی د شپې تر یوې بجې یې دوام درلود.

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه  د یاد برید د منلو ترڅنګ لیکلي،  چې  د یاد برید سره د ا.ا ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.

د ا.ا ویاند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

پاکستان نږدې دوه میاشتې مخکې هم د افغانستان پر خاوره  بریدونه کړي و او له هغه وروسته د ا.ا  ځواکونو هم غچ‌اخیستونکي بریدونو ته اړ شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د یادو بریدونو وروسته د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *