ده افغانستان ژورنال

افغانستان کې د غالۍ اوبدونکو ۹۰ سلنه ښځې جوړوي

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، چې سره له دې چې په افغانستان کې د غالۍ اوبدونکو ۹۰ سلنه ښځې دي، خو دوی تر ټولو ټیټ عاید ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۹مه په خپل راپور کې ویلي چې د ښځو د اقتصادي فرصتونو د پیاوړتیا لپاره، دغې ادارې په دې اوونۍ کې د افغان غالیو صنعت شریکانو او یو شمېر سیمه‌ییزو سوداګریزو شریکانو په ګډون یو تخنیکي ورکشاپ جوړ کړ.

دوی وايي چې ښځې د افغان غالیو په صنعت کې کلیدي رول لوبوي او دا صنعت د افغان ښځو د کار له لارې دوام لري.

ملګرو ملتونو وویل: “ورکشاپ د بلخ ته نږدې د ازبکستان په ایرتم ازاد زون کې ترسره شو؛ چیرته چې د افغانستان د غالیو د تولید ۷۰ سلنه عرضه کیږي.”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، چې د تولید سلسلې په ټولو مرحلو کې د ښځو ملاتړ، د وړیو تولید او توری کولو څخه تر اوبدلو، بشپړولو او سوداګرۍ پراختیا پورې، د غالیو صنعت د دوامداره ودې لپاره اړین دی. دوی ټینګار کړی چې دا به د ښځو د مشرتابه پیاوړتیا او د غالیو په صنعت کې د دوی د ګډون زیاتولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *