د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، په افغانستان کې روغتیايي اړتیاوې له شته سرچینو ډېرې دي او د روغتیايي برخې لپاره تر اوسه یوازې ۳۷ سلنه بودجه برابره شوې ده.
اوچا زیاته کړې، د روغتیايي برخې له ۱۹۱ میلیون ډالرو اړینې بودجې څخه تر اوسه یوازې ۷۱ میلیون ډالر برابر شوي دي.
اوچا د خپلو روغتیایي خدمتونو په اړه ویلي، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ډلې د افغانستان د بشري مرستو صندوق د ملاتړ له مخې خلکو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي خو لا هم بسنه نکوي.
د اوچا په پیغام له مخې، دغه ګرځنده روغتیايي ډلې هغو سیمو ته د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو په رسولو کې مهم رول لري، چې خلک په کې روغتیايي مرکزونو ته لږ لاسرسی لري.