Skip to main content

ده افغانستان ژورنال

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ده

نن پنجشنبه، د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده. د ۱۲۹۸لمریز کال (د زمري په ۲۸مه) نېټه شاه امان‌الله خان له انګرېزانو د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت لخوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال د زمري ۲۸مه د افغانانو لخوا نمانځل کېږي.

امان‌الله خان سلطنت ته په رسېدو سره يو لړ سياسي او ټولنيز اصلاحات پيل کړل چي دا د ځینو قوتونو له مخالفتونو سره مخامخ شول او په هېواد کي يې بغاوتونه را وپارول.

شاه امان‌الله خان د ۱۹۶۰م کال د اپريل مياشتي ۲۶مه وفات شو او جنازه یې جلال‌اباد ته انتقال شوه او هلته د خپل پلار څنگ ته خاورو ته وسپارل شو.

په ۱۹۲۴م کال کي د ملا لنگ په مشرتوب د پکتيا د خلکو بغاوت. په ۱۹۲۸م کال کي د شينوارو بغاوت او تر هغه وروسته د حبيب‌الله کلکاني بغاوت چي په پايله کي یې د ۱۹۲۸م کال د جنورۍ مياشتي په لومړيو کي د کابل ښار د امان‌الله خان له ځواکونو څخه ونيو او شاه امان‌الله خان دې ته مجبور شو چي کندهار ته ولاړ شي.

له دې سره د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني، د زمري د ۲۸مې په مناسبت په یوه پیغام کې دا ورځ د افغانستان خلکو ته مبارکي ویلې او ازادي یې «لوی نعمت» بللې ده. نوموړي د دې نعمت پر شکر ایستلو او د هېواد د خپلواکۍ پر ساتنې ټینګار کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *