ده افغانستان ژورنال

له ایران او پاکستانه څخه څه باندې درې زره کډوالو راستانه شوي

د ا.ا د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د دارالانشاء د کمیټو ورځنی کاري راپور  کې لیکلي چې تېره ورځ شنبه له ایران او پاکستانه څخه ۳۱۳۴ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د ا.ا مرستال ویاند ملا حمدالله فطرت د یاد کمیسیون د راپور له مخې له ایران او پاکستان څخه ۵۸۱ کورنۍ   د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

همدارنګه په یاد راپور کې ویل شوي چې ۶۶۰ راستنې شوې کورنۍ چې ۳۲۱۸ کسان ول خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۵۷۲ کورنیو سره مرستې ترسره شوي دي.

د فطرت په وینا، کډوالو ته ۵۱۱ د مخابراتي شبکو سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د کډوالو راوېستنه زیاته شوې او د ورځې په زرګونه کډوال هېواد ته راستانه کېږي چې یوه ورځ مخکې هم ۲۹۶۵ تنه له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي ول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *