د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څخه ۱۹۳۹ کورنۍ چې څه باندې ۱۰ زره کسان کېږي افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن شنبه د لیندۍ ۲مه د راپور ورکړی چې دا کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
همدارنګه په یاد راپور کې ویل شوي چې ۱۴۶۴ راستنې شوې کورنۍ چې ۸ زره او ۱۴۰ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۲۷۹ کورنیو سره مرسته شوې ده.
ویل شوي چې دې کډوالو ته ۱۶۲۶ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د کډوالو راوېستنه زیاته شوې او د ورځې په زرګونه کډوال هېواد ته راستانه کېږي چې تېره چهارشنبه هم ۲ زره او ۳۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي وو.