د سرپل مسوولینو ویلي، د دغه ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې یوه نجلۍ د انسان تښتونکو له منګولو ازاده شوې او په تړوا یې دوه کسان نیول شوي دي.
د سرپل امنیه قوماندانۍ په خپله خپره شوې خپرپاڼه کې زیاته کړې، انسان تښتونکو دا انجلۍ د بلخ ولایت څخه تښتولې و چې د امنیتي ځواکونو له لوري پر وخت ازاده شوه ده.
د خبرپاڼې له مخې، له انسان تښتونکو پلټنې روانې دي او ډېر ژر به عدلي او قضایي بڼسټونو ته وسپارل شي.