ده افغانستان ژورنال

یوازې تېره ورځ کې  نږدې څلور زره افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون په خپل راپور کې ویلي ، یوازې تېره ورځ چهارشنبه د لیندۍ ۵مه له ایران او پاکستان څخه ۳ زره او ۷۷۱ کډوال  په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

 د ا.ا ویاند ملا حمدالله فطرت کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور چې پر ایکس پاڼه خپور کړی،  د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۸۹۷ کورنۍ چې ۳۹۹۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپین‌بولدک، د هلمند بهرا‌مچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

د یادولو ده چې د روانې اونۍ دوشنبې او سه‌شنبې هم له ایران او پاکستان څخه ۱۷۲۷ کورنۍ په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *