د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د نږدې درې زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د یاده ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې ثبت شوي ارقام ښيي، د ۱۴۰۴ کال په لړم میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۶۲ ښځو په ګډون ۱۴۲۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي.
د دې ترڅنګ خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۴ ښځو په ګډون ۱۳۴۲ نور له هېواده وتلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې ۱۴۰۷ تنه له ځمکني بندرونو او ۱۹ تنه نور له هوایي لارې هېواد ته دننه شوي دي.
په یادو وګړو کې ۱۶۴ سیلانیان دي چې له بېلابېلو لرغوني او ښکلو سیمو څخه د لیدنې په موخه هېواد ته راغلي دي.