ده افغانستان ژورنال

له ایران څخه څه باندې دوه سوه افغان بندیان هېواد ته ولېږدول شول

تېره ورځ ۲۱۱ افغان بندیان د اسلام‌کلا پولې له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.

د ا.ا او ایراني چارواکو ترمنځ د پخوانۍ هوکړې د یوې برخې په توګه تېره ورځ یکشنبه د نومبر ۲۲مه ۲۱۱ افغان بندیان د قانوني پراوونو بشپړولو وروسته هېواد ته ولېږدول شول.

 د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې پروسه به دوام ولري او د نورو اتباعو د بېرته راستنېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

د افغان بندیانو لیږد وروسته له هغه کېږي ترسره شو چې په تهران کې د ا.ا د سفارت مشر فضل‌محمد حقاني تیره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال مشر کاظم غریب‌ابادي سره وکتل او د افغان بندیانو د وضعیت په اړه یې هم خبرې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *