ده افغانستان ژورنال

اندونیزیا کې د ځمکې‌ښویېدنې پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي

د اندونیزیا د ناورین مدیریت اژانس ویلي چې د یاد هېواد په مرکزي جاوه ولایت سیلاچاپ ښار په سیبیونینګ کلي کې د ځمکي ښوېدنې په پېښه کې ۱۲ کورونه ویجاړ شوي چې له امله یې ۱۱ کسان مړه شوي دي.

دا پېښه چې تېره ورځ شنبه د نومبر ۱۵مه راپېښه شوې ۱۲ نور لادرکه دي چې مرسته‌کوونکي ټیمونه د هغوی په لټه کې دي.

د اندونیزیا د ناورین مدیریت ویاند ویلي، د ژغورنې عملیات له دې کبله ګران دي چې کسان له درېیو تر اتو مترو لاندې تر خاورو لاندې شوي دي.

د اندونیزیا د هوا پېژندنې اژانس ویلي چې د دغه هېواد د مرطوب موسم پیل سره چې سپټمبر څخه پیل او تر اپریل به دوام وکړي د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو خطر ډېر دی.

د راپورونو له مخې په تېره جنورۍ میاشت کې د مرکزي جاوه ولایت په پکالونګان ښار کې د سختو بارانونو له امله د ځمک‌ښوېیدنې په یوه بله پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *