د کشمیر شرینګر ښار ته نږدې د پولیسو په مرکز کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۸ کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د کشمیر شرینګر ښار ته نږدې د ناوګام د پولیسو مرکز کې د ضبط شوو چاودېدونکو توکو چاودنې له امله لږ تر لږه ۹ کسان وژل او ۲۹ نور ټپیان شوي دي .
د راپورونو له مخې تېره روځ جمعه د نومبر ۱۴مه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر شرینګر ښار ته نږدې د ناوګام د پولیسو مرکز کې د ضبط شوو چاودېدونکو توکو چاودنې له امله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي چې د ځینو ټپیانو حالت وخیم ښودل شوی دی.
راپورونه زیاتوي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د پولیسو مامورین او د عدلي او جنایي ټیم غړي د ضبط شوو چاودېدونکو توکو په څېړنه او لېږدولو بوخت وو.
د پېښې ټول قربانیان د پولیسو مامورین او د عدلي جنایي ټیم غړي دي.
د رسنیو د راپور له مخې تر اوسه کومې ډولې د یادې پېښې پړه پر غاړه نه اخیستې.