ده افغانستان ژورنال

ترکیه: د یوه بار وړونکې الوتکې د پرځېدو له امله ۲۰ پوځیان مړه شوي

ترکي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد او د ګرجستان (اذربایجان) په سرحد کې د یوه بار وړونکې الوتکې د پرځېدو له امله یې ۲۰ پوځیان مړه شوي دي.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت تېره ورځ ناوخته وویل چې  د سي ۱۳۰ بار وړونکې یوه پوځي الوتکه د ګرجستان ـ اذربایجان سرحد ته څېرمه لوېدلې ده.

دغه وزارت زیاته کړې چې دې الوتکې د اذربایجان جمهوریت څخه ترکیې ته الوتنه درلوده چې په سرحد کې  خورځېدلې ده، او په اړه یې پلټنې روانې دي.

له دې سره ا.ا او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې دولت او  خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *