د پاکستاني رسنیو نن خبر ورکړی، چې د اسلاماباد په د قضايي کمپلیکس ته نږدې یوې نهه تنه ووژل او څه باندې ۲۰ ټپیان دي.
د پاکستاني رسنیو نن سهشنبه د نومبر ۱۱مه ویلي، چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې د چاودنې لوړ غږ له امله ځایي خلک یې سړکونو ته وتو ته اړ کړل.
د راپورونو له مخې د ژغورنې ټیمونه او امنیتي ځواکونه سمدلاسه د پیښې ځای ته واستول شول او سیمه یې کلابنده کړې ده.
د پولیسو په وینا، چاودنه د قضايي کمپلیکس په ولاړو موټرو کې وشوه، او زیاتره موټرونه ته پکې سخت زیانمن شوي دي.
د امنیتي سرچینو څخه نوي راپورونه ښیي چې دا پیښه احتمالاً ترهګریز برید و او په اړه یې پلټنې روانې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هند په پلازمېنه نوې دهلي کې یو موتړ کې چاودونه وشوه کې د لسګونو تنو ژوند یې واخیست.