د هند لومړی وزیر نریندرا مودي بوتان هېواد سره د ملګرتیا او همکارۍ اړیکو پياوړتیا لپاره دغه هېواد ته رسېدلی دی.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن سهشنبه د نومبر ۱۱مه بوتان هېواد سره د ملګرتیا او همکارۍ اړیکو پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته رسېدو سره سم د بوتان هېواد د لومړي وزیر توبګای له خوا له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
مودي ویلي چې دغه سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور، ښه نیت او متقابل احترام پر بنسټ اوږدمهاله شراکت څرګندوي، او د دواړو هېوادونو نږدې اړیکې به د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره مهمې تمامې شي.
د یادولو ده چې هند او بوتان تر دې وړاندې هم سره ښې اړیکې درلوده او په بېلابېلو برخو کې لکه د اقتصادي، کلتوري او سیاسي برخو کې تړونونه لري، چې د مودي ورتګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه اړیکې لا پیاوړې کړي.