ده افغانستان ژورنال

د کانګو هېواد په یوه کان کې د پُل نړېدو له امله لږترلږه ۳۲ تنه مړه شوي

په کانګو هېواد کې د کالاندو د مس په يو کان کې تېره شنبه د لړم ۲۴ مه د پل د نړېدو له امله لږترلږه ۳۲ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

راپورونو وایي ښایي د مړو شویو شمېر لا زیات شي ځکه یو شمېر کارګر اوس هم ورک دي او پلټنې روانې دي.

د راپورونو له مخې د ۲۰ تنو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

راپورونو کې راغلي، له پېښې وړاندې پولیسو د ګواښ ډزې کړې وې چې په کارګرو کې د ډار لامل شوی او په پل د کارګر د ډېرښت له امله پل نړېدلی دی.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د سختو اورښتونو او د ځمک‌ښودنې ګواښ سره سره د کان کارکوونکي یاد کان ته ننوتلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *