ده افغانستان ژورنال

د سنوکر دوه لوبغاړي د سنوکر نړۍ والو سیالیو د ۳۲ غوره لوبغاړو پړاو ته ووتل

محمد رییس هوتک او محمد میر نورزی د سنوکر او بلیارد ۲۰۲۵ نړۍ‌وال جام سیالیو کې هر یوه خپلو عماني سیالانو ته د ۳ – ۰ میدانونو په توپیر ماته ورکړې او د ۳۲ غوره لوبغاړو پړاو ته وتلي دي.

د سنوکر نړیوال جام سیالۍ د عمان هېواد په کوربتوب په پلازمېنه مسقط ښار کې له ۳۰ ډېرو هېوادونو په ګډون پیل شوي دي.

یادې سیالې د روانې میلادي میاشتي پر ۱۵مه پیل او تر ۲۳مې نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان له لوري د سنوکر او بلیارد ملي فدراسیون ۵ کسیزه لوبډله په تېرې جمعې ورځ د عمان هېواد په لور تللې وه.

د یادونې وړ ده، د افغانستان له لوري په یادو سیالیو کې محمد رييس هوتک، محمد مير نورزی او محمد ظريف افضلي د لوبغاړو په توګه، وحيدالله اصغری د روزونکي او ګلاب الدين خپلواک د پلاوي په ډول ګډون کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *