ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په تورخم کې یې له پاکستانه قاچاقي راوړل شوي ۵۰۰ کیلوګرامه کبان نیولي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رسنیو دفتر نن سهشنبه ویلي چې د تورخم د حیواني قرنطین کارکوونکو له پاکستانه په قاچاقي ډول راوړل شوي ۵۰۰ کیلوګرامه کبان کشف کړي دي.
دغې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو کبانو کشف وروسته یې دغه خوراکي توکي تر خاورو لاندې شوي دي.
باید وویل شي چې ا.ا څو ورځې وړاندې له سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای دې به بدیلو لارو خپله سوداګرۍ پیل کړي، او همداراز یې د درملو په برخه کې وویل چې ټول سوداګر دې تر درې میاشتو خپل حسابونه تصفیه کړي.