ده افغانستان ژورنال

بادغیس کې د یوه پخواني ماین چاودنې درې ماشومان مړه کړل

بادغیس کې مسوولینو ویلي چې د دغه ولايت په په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین د چاودنې له امله درې ماشومان مړه شوي دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي نن جمعه وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین د چاودنې له امله درېیو ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.

نوموړي همداراز ویلي: «پرون ماښام درې ماشومان چې د خپلو کورونو په طرف روان وو، یو ماین چې له تېرو جګړو د بالامرغاب ولسوالۍ په قروتوي کلي کې پاتې شوی و، پرې چاودېدلی چې له امله یې درې‌واړو ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.»

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې هم د بالامرغاب ولسوالۍ په «پنیرک» کلي کې د یوه ماین د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *