ده افغانستان ژورنال

ننګرهار کې د شري مخنیوي واکسین کمپاین پیل شو

مسوولینو ویلي، د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې ماشومانو ته د شري د مخنیوي واکسین کمپاین پیل شوی.

د ا.ا د روغتیا مسوولینو ویلي، په یاد کمپاین په کې شاوخوا یو میلیون او ۳۵۰ زره له شپږ میاشتو څخه تر لس کلن ماشومان د شري واکسین ترلاسه کړي.

د ننګرهار د والي مرستیال عزیز‌‌الله مصطفی ویلي، د شري مخنیوي لپاره واکسین او دفاعي سیستم رامنځته شوی موږ باید عامه پوهاوی وکړو او د ولسونو همکارۍ په دې برخه کې زیاته اړینه ده.

همداراز د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امین‌الله شریف د خلکو د مرستې په ارزښت د ټینګار ترڅنګ ویلي، ټول ماشومان باید له دې واکسین څخه برخمن شي.

د ننګرهار د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزی بیا زیاته کړې چې دا واکسین به لس ورځې دوام وکړي  او د ۴۹ کوادرناتورانو، ۲۰۳ سوپروایزرانو او ۳۹۰ رضاکارانو په مرسته ترسره شي.

د یادونې وړ ده رسنیو  څلور وړځې وړاندې کندز ولایت کې هم د شري  د مخنیوي واکسین د پیل خبر یې ورکړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *