د غزني مسوولین وایي، دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو ماشوم په یوه حوض کې د لوېدلی له امله مړ شوی دی.
د غزني د پولیسو قوماندانۍ نن شنبه د لړم ۱۰مه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې دا پیښه تېره ورځ د دې ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په میرزاخیلو کلي کې رامنځته شوې ده.
دوی زیاتوي لیکلي چې ماشوم دوه کلن و او په حوض کې د ډوبیدو له امله یې ساه ورکړې ده.
د مسوولینو په وینا، چې خلکو ته یې څو ځله په دې اړه خبر ورکړل شوی، خو داسې پیښې لاهم کله ناکله رامنځته کیږي.