Skip to main content

ده افغانستان ژورنال

ټایلنډي کې سېلابونو ۲۲ کسان مړه کړي

 ټایلنډي چارواکو ویلي، چې په دغه هېواد کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۲کسانو ته لوړ شوی دی.

په ټایلنډ کې چارواکو نن سه‌شنبه د اکټوبر ۷مه ویلي، چې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۲کسانو ته لوړ شوی دی.

دغه سېلابونو د ټایلنډ ۱۹ ولایتونو کې راغلي دي، او د بانکوک شمال اوتراډېټ او اييوتايا سیې یې سختې ځپلې دي.

د دغه هېواد د چارواکو په وینا، دوی هڅه کوي چې ۳۷۰زره خلکو ته مرستې ورسوي.

ویل شوي، چې مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلې، چې سېلاب‌ځپلو ته مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال د افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د نرۍ بېلابېلو هېوادونو کې اقلیمي بدلونونو میلیونونه خلکو ته مالي او ځاني ځان اړولی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *