د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ۷مې مشورتي ناسته کې له لوېدیځو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف همداراز ویلي چې لوېدیځو هېوادونو د افغانستان د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي.
لاوروف د نشهيي توکو پر وړاندې د ا.ا هڅې ستایلې او خبرداری یې ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره ورځ سهشنبه ویلي وو، مسکو په افغانستان کې د پوځي اډې جوړولو نیت نه لري، او ا.ا به امریکا ته اجازه ورنکړي چې بګرام ته بېرته راشي، ځکه چې افغانستان کې د بهرنیو پوځي اډو جوړول به ناوړه پایلې ولري.
د ویلو ده چې د مسکو فارمټ ۷مې مشورتي ناسته پرون په مسکو کې د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه.