افغان کرکټ لوبډله د دریم ځل لپاره د بنگله دېش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
دا لوبه نن ماښام یکشنبه د اکټبر ۵مه د شارجې په کرکټ لوبغالي کې د افغانستان پر وخت اووه بجې ترسره کیږي.
افغان لوبډله تر دې وړاندې خپلې دوه لوبې بنگله دېش لوبډلې ته بایللو سره د لوبې لوبلړۍ هم بایللې ده.
د افغانستان او بنگله دېش د لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ چې د اکټبر به ۲مه ترسره شوې وه بنګله دېش لوډلې د څلور ویکټو په توپیر بریا خپله کړې وه.
همداراز په دویمه سیالۍ کې چې د اکټبر په ۳مه ترسره شوه بنگله دېش لوبډلې افغان لوبډلې ته د دوه ویکټو په توپیر ماته وکړه.
د یادونې وړ ده چې د افغان لوبډلې د پرلپسې لوبو بایللو له امله هېوادوال ناهېلي کړي او خلک له لوبغاړو غواړي چې خپل ټول پام لوبو ته ونسي.