ده افغانستان ژورنال

افغان کرکت لوبډله نن د بنګله دېش پر وړاندې لوبه ترسره کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش کرکټ لوبډلې پر وړاندې د لوبلړۍ دویمه لوبه په ابو ظبي کرکټ لوبغالي کې ترسره کوي.

دا لوبه چې نن شنبه د اکټبر ۱۱مه د مازدیګر څلورنیمې بجې ترسره کیږي د اتصالات یو ورځینو سیالیو اوبلړۍ دویمه لوبه ده چې دواړو لوبدلو ته د لوبلړۍ د ګټلو لپاره خورا اړینه لوبه ده.

د یادې سیالۍ لپاره د افغانستان کرکټ لوبدلې تېره ورځ خپل تمرینات ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش لوبډلې ته ماته ورکړې وه.

د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله به له بنګله ړېش سره خپله درېیمه لوبه د آکټبر په ۱۴ مه ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *