د اکټبر ۱۰مه د رواني روغتیا ورځې سره سمون لري، د سالمې وجود لرلو لپاره د فزیکي روغتیا ترڅنګ رواني روغتیا اړینه ده او پرته له رواني ارامښت روغتیا ناشوني ده.
د دې ورځې د سږکال پیغام رواني روغتیا ته لاسرسی ـ په ناورینونو او کرکېچونو حالاتو کې دی.
د رواني روغتیا لپاره تر ټولو ستر شرط په ارامه چاپېریال کې ژوند کول دي ځکه په نړۍ کې میلیونونه انسانان له جګړو، بی ثباتۍ، فقر او ګڼو نورور بدبختیو سره ژوند کوي چې دا لاملونه یې د وجود سربېره روان زیانمن کوي او په رواني ناروغیو د اخته کېدو لامل کېږي.
رواني روغتیا او ښځې
دا چې د نړۍ نیمه برخه ښځې جوړوي او په ډېری هېوادونو کې تر ټولو زیانمه او ځپل شوې برخه ښځې دي نو دا ناورینونه یې په روان هم بده اغېزه کوي او ښایي په رواني ناروغیو د اخته کسانو زیاته او مهمه برخه یې ښځې جوړې کړي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له رواني روغتیا بې برخې وي.
دا چې څنګه پوه شو زموږ د کورنۍ یوه ښځه او په ټوله کې یو کس د رواني روغتیا له پلوه زیانمن شوی یا نه ځینې نښېنښانې درښیو:
۱- د ناهیلۍ احساس کول، په وړه وړه خبره د ژوند په نسبت خپل امید له لاسه ورکول حتا په هغه حالاتو کې چې هرڅه ستاسو په خوښه وي او یا تاسو یې یو وخت هیله درلوده هم ولرئ بیا هم د ناهیلي احساس درلودل
۲- بی ځایه خپګان کول، هرڅه ارام دي هرڅه سم روان دي د خپګان لپاره هېڅ لامل نشته خو بیا هم بی ځایه اوښکې تویول یا خپګان کول.
۳- ځان اضافي ګڼل، ځانته تلقین کوي چې زه د ټولو ژوند ګې اضافي یم.
۴-د ځان د ارامولو احساس نه کول، هر چېرې د نارامۍ حس کول او یوازیتوب غوره کول په یوه خوا کې پاتې کیدل یا هر ډول فکرونه په ذهن کې ګرځول.
۵-په قصدي توګه خپل ځان ته زیان رسول. په دې ډول له نړۍ څخه د تلو غوښتل او ېا ځان مهم ښکاره کول.
دا چې ښځې له رواني روغتیا څخه ډېر بې برخې دي او د چاپېریال خلک ورته پام نکوي او یا که پام هم وکړي د شاوخوا خلکو له پېغوره ترڅو د لیونۍ نوم پرې کېنښودل شي نو روغتیا ته یې پاملرنه نکوي او سربېره پر دې یې پتوي.
اوس چې له ځینو نښې او نښانو سره اشنا شولو راځۍ چې له ځینو هغو څیزونو سره چې رواني روغتیا ته ګټور دي هم اشنا شو چې په دوو برخو وېشل شوي د ژوند کولو طرز، تولنیز ملاتړ
د ژوند کولو طرز یا life style
۱- په منظم ډول فزیکي تمرینات، په اوونۍ کې ۵ ورځې لږ تر لږه نیم ساعت چټک قدم وهل او نرم ورزش «سیروتونین او اندورفین» هورمونونه افرازوي او د دې لامل ګرځي چې ذهن خوشحاله وي او اضطراب کم شي.
۲- ښه او منظم خوب کول،۷-۸ ساعتونو پورې په په منظمه ډول خوب کول د احساساتو توازن ساتي.د لمر، رڼا او طبیعت سره مخ کېدل د ویټامین D او سیروتونین له لارې ذهني سکون پیاوړی کوي.
۳- خوړو او تغذیې ته پاملرنه، په منظمه ډول له مېوو، ترکاریو او مغزلرونکي موادو څخه ګټه اخیستل.
۴- د اوبو څښل، د ځوانانو د سردردۍ یو له مهمو لاملونو څخه په کافي ډول د اوبو نه څښل دي. د ورځې ۸ ګیلاسه اوبو څښل حتمي دي.
۵- له خپل رب سره خبرې کول د لمانځه، تلاوت کولو او دعا ګانو ویلو له لارې. انسان د خپل وجود ارامښت لپاره یو داسې غوږنیونکي ته چې په هر حالت کې ورسره وي اړتیا لري چې هغه پاک رب دی نو خپلې ټولې د زړه غوټې خپل الله ته بیانول تر ټولو اغېزمنه لار دی.
۶ـ په رواني ناروغۍ د اخته کس خبرو ته غوږ نیول د هغوی خبرو ته ارزښت ورکول
او دا چې ښځې ډېر اړتیا لري ترڅو واورېدل شي او متاسفانه ننني عصر کې ښځې د خپل ژوند د شریک لخوا زیاتې نه اورېدل کېږي او یا وخت د خپلو ښځو خبرو ته نه ورکوي نو دا هم په ښځو کې د رواني ناروغیو یو لامل کېدای شي ځکه یوه بوج او یوه غوټه یې زړه کې پاتې کېږي چې ذهن یې ازاروي او داسې احساس ورکوي چې زه د خپل ژوند شریک ته مهمه نه یم.
نو سړیو ته یوه وړاندیز دا دی که تاسو غواړی مېرمنې مو رواني روغتیا ولري نو تاسو د خپلو مېرمنو خبرو ته غوږ کېدی هغوی واوری هغې ته ډاډګیرنه ورکړی، هغوی ته دا ووایئ چې ستاسو ژوند کې څومره مهمې دي څومره مینه ورسره لرئ او تاسو څومره کوښښ کوئ ترڅو هغوی خوشحاله ژوند وکړي.
۷- په رواني ناروغۍ اخته کس سره بیا بیا لیدل د هغه پام بدلول
په ټوله کې رواني روغتیا د لاسته راوړلو ده او د یو سالم ژوند کولو لپاره تر ټولو لومړی شرط د رواني روغتیا شتون او مهم ګڼل دي.