ده افغانستان ژورنال

ټرمپ ویلي، د افغانستان او پاکستان جګړه به هم حل کړم

د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ا.ا او پاکستان ترمنځ د وروستیو وسله‌والو نښتو په اړه ویلي، چې دی به غواړي دا جګړه هم حل کړي.

ډونالډ ټرمپ تېره شپه د غزې د سولې غونډې لپاره منځني ختيځ ته د  سفر پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وویل:« خبر شوی یم، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده، زه به دا جګړه هم حل کړم.»

ټرمپ زیاته کړې، چې د شخړو او جګړو د حل او د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې ښه تجربه او مهارت لرم او دغه جګړه به هم حل کړم.

تېره شنبې په شپه د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې درنه نښته وشوه، د ا.ا ویاند ذبیح.الله مجا.هد په وینا، ۵۸ پاکستاني سرتېري يې وژلي، ۳۰ یې ټپیان کړي او شااوخوا شل پوستې يې نيولې دي.

 بلخوا پاکستان هم ادعا کړې چې شاوخوا ۲۰۰ ا.ا سرتېري او د هغوی اړوند کسان يې وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *