راپورونو وایي، د برتانیا په ختیځ کې په یوه اورګاډي کې د چړو وهلو له لړۍ وروسته لس کسان ټپیان شوي.
د راپورونو له مخې دا پېښه شنبه د نومبر لومړۍ نیټه د شپه په ۷:۳۹ شوې چې اورګادی له پیتربرو څخه هنټینګډن ته روان وه.
راپورونو زیاته کړې له لس ټپي شویو کسانو څخه د نهو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ده.
دوه کسان د یادې پېښې په تړاو نیول شوي او هنټینګډن تمځای ته لارې تړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د برتانیا لومړي وزیر دا پېښه د اندېښنې وړ بللې او له خلکو یې غوښتي چې د څېړنو تر پایه له اټکلونو څخه ډډه وکړي.
د یادې پېښې په تړاو او د څرنګوالي معلومولو لپاره څېړنې پیل شوي دي.