ده افغانستان ژورنال

 سمنګان او بلخ  کې د زلزلې له امله ۲۰ کسان مړه شوي

سمنګان او بلخ کې د تېرې شپې یکشنبه د لړم ۱۱مه د خونړۍ زلزلې له امله ۲۰ کسان مړه او ۳۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، د سمنګان ولایت «خلم» ولسوالۍ ته  د ژغورونکې ټیمونه رسېدلي او خدمات یې  پیل کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د قربانیانو د شمېر شریکولو ترڅنګ وایي، طبي ټیمونه د پیښې ځای ته رسېدلي او وزارت ټولو نږدې روغتونونو ته امر کړی چې په بشپړ ډول چمتووالی ولري.

سرچینې وایي، ښایي د مړه شویو او ټپیانو شمېر کې زیاتوالی راشي.

د سمنګان خلم ولسوالۍ د تاشقرغان تنګي لار هم د تېرې شپې زلزلې له امله تړل  شوې وه.

ملي دفاع وزارت وایي، چې دا لار د ۲۰۹ االفتح قول اردو د ژغورنې او انجینرۍ ټیمونو له لوري بېرته پرانیستل شوه او بندپاتي  اوسېدونکي ژغورل شوي او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه یوه بجه په هېواد کې سخته زلزله وشوه چې له امله یې سمنګان او بلخ ولایتونو کې ګڼ شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *