ده افغانستان ژورنال

د پاکستان پنجاب کې د یو کور چت نړېدلی دوه ماشومان مړه شوي

د‌ پاکستان د‌ پنجاب ایالت په فیصل‌اباد ښار کې د یو کور چت نړېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.

د‌ پاکستان د‌ پنجاب ایالت په فیصل‌اباد ښار کې د پرلپسې بارانونو له امله د یو کور چت نړېدلی، چې دوه ماشومان مړه او ۷کسان نور ټپیان شوي دي.

د پنجاب ځایي چارواکو ویلي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته استول شوي دي.

باید وویل شي چې د‌ پنجاب په نورو سیمو کې هم نن تېز بارانونه شوي.

تر دې وړاندې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د راوتلو سېلابونو له امله سلګونه تنه مړه او نږدې دوه میلیونه کسان بې ځایه شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال د افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د نرۍ لس بېلابېلو هېوادونو کې اقلیمي بدلونونو میلیونه خلکو ته مالي او ځاني ځان اړولی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *