د فلیپین چارواکو ویلي، چې په دغه هېواد کې د یوې مرګونې زلزلې له امله د مړو شمېر ۶۹ ته لوړ شوی دی.
فلیپین کې تېره سهشنبه په ورځ ناوخته د سبو ساحل ته نږدې د ۶.۹ درجې زلزله وشوه. د نړیوالو رسنیو په وینا دا په تېره یوه لسیزه کې په فلیپین کې تر ټولو قوي زلزله وه.
د چارواکو په وینا د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات ترسره کوي.
د ولایتي ناورین ادارې په وینا، د چهارشنبې په سهار د مړو شمېر ۶۹ ته ورسېد، چې لا هم ارقام تاییدوي.
د فیلیپین د ملي ناورین د خطر کمولو او مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې د مړو شمېر ۶۰ ته رسېدلی شي او ۱۵۰ کسان ټپیان شوي دي.
د ملکي دفاع یوه چارواکي، رفیع الیجاندرو، خبریالانو ته وویل چې د بوګو ښار روغتون، چې د زلزلې مرکز ته نږدې دی، د جسدونو له ګڼېګوڼې ډک دی.د فیلیپین ساحل ساتونکو یوه کښتۍ چې لسګونه ډاکټران، نرسان او نور طبي پرسونل سیمې ته استول شوی، او همداراز د دغه هېواد ولسمشر فرډینند مارکوس جونیر هم ژوندي پاتېشویو کسانو ته ډاډ ورکړ چې مرستې به سمدستي دوی ته ورسیږي.