د ګامبیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د لوېديځې افریقا په سواحلو کې یوه کښتۍ ډوبه شوې او له امله لږ تر لږ ۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ګامبیا چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، نن شنبه، د وږي ۸ مه د ګډوالو یوه کښتۍ چې ۱۵۰ کسان پکې سپاره وو، ډوبه شوې او تر اوسه د ۷۰ تنو مړي موندل شوي دي.
چاروکو زیاته کړې چې له دې ډوبې شوې کښتې څخه یې ۱۶ کسان ژغورلي او ۳۰ تنه لا هم ورک دي.
یاده کښتۍ کې د ګامبیا او سېنېګال وګړي سپاره وو چې غوښتل یې د لوېديځې افریقا له ساحلونو د اسپانیا قناري ټاپوګانو ته ځانونه ورسوي.
د یادولو ده، چې د اروپایي اتحادیې د مالوماتو پر بنسټ تېر کال د اسپانیا هېواد ټاپوګانو ته څه باندې ۴۶ زره ګډوال رسېدلي وو.