ده افغانستان ژورنال

د BRICS هېوادونو مشرانو په وروستۍ غونډه کې د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو بریدونه وغندل

تهران — د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د BRICS غړو هېوادونو مشرانو د دې سازمان د اووه‌لسمې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د اسلامي جمهوریت ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو وروستي پوځي بریدونه په کلکه وغندل.

افغانستان ژورنال — د اعلامیې د ۲۱مې مادې له مخې، چې د یکشنبې ماښام د ځایي وخت له مخې خپره شوې، له جون ۱۳مې راهیسې پر ایران شوي پوځي اقدامات د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

اعلامیې د ایران پر سوله‌يیزو اټومي تأسیساتو د قصدي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، او دا ډول اقدامات یې د نړیوالو مکلفیتونو او د IAEA پرېکړو خلاف بللي دي.

د ایران تر قضیې ورهاخوا، اعلامیې د ګڼو نړیوالو موضوعاتو یادونه کړې، لکه د سولې او امنیت ټینګښت، دوامداره پرمختګ، اقتصادي نابرابري، چاپېریالي بحرانونه، د یو اړخیز سیاستونو او اقتصادي بندیزونو مخالفت، او د اسراییلي رژیم جنایتونه په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې.

شنونکي دا اعلامیه د ایران د سیاسي نفوذ د پراخېدو نښه بولي، په ځانګړي ډول د BRICS په درشل کې، او دا د څو اړخیز نړیوال ملاتړ زیاتېدو ته د لوېدیځو توند سیاستونو پر وړاندې یو غبرګون ګڼي.

افغانستان ژورنال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *