ده افغانستان ژورنال

نوې لارښوونه په خوست کې: ډاکترانو ته د نه‌لوستل کېدونکو نسخو لیکلو بندیز ولګېد

خوست — د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز، اعلان وکړ چې د ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تطبیق کمېټې پرېکړه کړې چې ډاکتران نور اجازه نه لري ناروغانو ته نه‌لوستل کېدونکې یا مبهمې نسخې ولیکي.

افغانستان ژورنال — دا پرېکړه د کمېټې په اونیزه غونډه کې وشوه، چې د ولایت مرستیال والي، د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو چارواکو، او د عامې روغتیا رئیس پکې ګډون کړی و.

غونډې ټینګار وکړ چې ناواضحه نسخې نه یوازې ناروغان ګډوډوي، بلکې ځینو درمل‌فروشانو ته د ناسمو استفادو زمینه برابروي.

د پرېکړې له مخې، کمېټه به له دې وروسته د روغتیايي مرکزونو فعالیتونه څاري، ترڅو له غیرقانوني او غیراخلاقي کړنو، په ځانګړي ډول د مبهمو نسخو له لیکلو، مخنیوی وشي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د ۱۸مې مادې له مخې، ډاکتران قانوناً مکلف دي چې نسخې په واضح ډول ولیکي، داسې چې ناروغان یې درک کړي، او دا باید د طبي مقرراتو سره سم وي.

چارواکو څرګنده کړه چې د دې حکم تطبیق به د راتلونکو تفتیشونو مهمه برخه وي.

یاد اقدام د ځینو روغتیايي خدمتونو له‌خوا د شفافیت او د خلکو د باور د زیاتېدو په لور یو مثبت ګام بلل شوی.

افغانستان ژورنال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *