کابل — د افغانستان بانک سرپرست رئیس، نور احمد آغا، د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش ته تللی، ترڅو د اسلامي مالي خدماتو بورډ (IFSB) کلنۍ نړیوالې غونډې کې ګډون وکړي. دا نړیواله غونډه چې د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د مراکش په پلازمېنه رباط کې ترسره کېږي، د اسلامي بانکدارۍ پراختیا، مالي شفافیت، بانکي ثبات، او د نړیوالې همکارۍ پراخېدو ته ځانګړې شوې ده.
افغانستان ژورنال — د افغانستان ګډون په دې غونډه کې د نړیوالو اسلامي بانکي ادارو سره د اړیکو پیاوړتیا او د شریعتمطابق مالي خدماتو پراخېدو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
د راپور له مخې، په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو مشران او لوړپوړي استازي سره راټولېږي، ترڅو د اسلامي مالي نظام اړوند مهمې تجربې سره شریکې کړي.
د افغانستان بانک ګډون تمه کېږي چې د اسلامي بانکدارۍ د ودې لپاره نوې لارې پرانیزي او په دې برخه کې نړیوالې همکارۍ ته لا زیات فرصتونه برابر کړي.
افغانستان ژورنال