پاکستان ملي لوبډلې تېره شپه د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د روانې درې اړخیرې لوبلړی په دویمه لوبې کې چې تیره شپه شنبه د وږي ۸ مه ترسره شوه پاکستان لوبډلې متحده عربي امارتو لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپیر ماته وکړه.
د دې لوبې غوره لوبغاړی صایم ایوب ونومول شو چې ۶۹ مندې یې جوړې کړې وې.
د یادې لوبلړې په لومړې لوبه کې پاکستان ملي لوبډلې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۳۹ مندو په توپیر ماته ورکړې وه.
ټاکل شوې چې د یادې لوبلړۍ په درېیمه سیالۍ کې افغانستان ملي لوبډله به د متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې راتلونکې دوشنبې پر ورځ ماښام د کابل پر وخت اووهنیمې بجې د لوبې ډګر ته ښکته شي.