ټاکل شوې چې نن یکشنبه د سپټمبر ۲۸مه د اسیا جام سیالیو پایلوبه د پاکستان او هند لوبډلو ترمنځ د دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو په لړ کې له دې وړاندې پاکستان او هند دوه ځله سره مخ شوي چې دواړه لوبې هند ګټلي دي.
د اسیاجام سیالیو په ۴۱ کلن سفر کې په لومړي ځل پاکستان د هند لوبډلې پر وړاندې په پایلوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د یاد جام سیالیو کې د هند ملي لوبډله تر دې دمه بې ماتې پاتې شوې خو بیا بلخوا د پاکستان ملي لوبډلې شپږ سیالۍ ترسره کړي چې ۴ لوبې یې د عمان، متحده عربي اماراتو،. سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو څخه ګټلي خو دوه ځله په یو جام کې له هند لوبډلې څخه یې ماته منلې ده.
په ټوله کې د پاکستان او هند ملي لوبډلې په شل اوریزو لوبو ۱۵ ځله سره مخ شوي چې هند ۱۱ او پاکستان ۳ لوبې ګټلي دي او یوه لوبه هم مساوي شوې وه.
یاد دوه هېوادونه چې له سیاست څخه پرته د کرکټ په ډګر کې هم سخت رقیبان دي خو د پاکستان لوبډله هرځل د خپلو مینوالو د تمې خلاف لوبه ترسره کوي چې وروسته له لوبې نیوکې هم په یادې لوبډلې ډېرې وي.