ټاکل شوې چې نن یکشنبه د سپټمبر۲۸مه د اسیا جام سیالیو پایلوبه چې د پاکستان او هند لوبډلو ترمنځ دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي چې په یاده لوبه کې به احمد شاه پکتین د لوبڅار دنده ترسره کړي.
دا دویم ځل دی چې احمدشاه پکتین به د اسیا جام سیالیو پایلوبه کې لوبڅاري ترسره کړي.
له دې وړاندې هم د اسیا جام پایلوبه چې په سریلانکا هېواد کې وه احمدشاه پکتین د لوبڅارۍ دنده درلوده چې په ډېره غوره توګه یې لوبڅاري ترسره کړې وه.
پکتین خپله دنده له ۲۰۱۷ کال راهیسې پېل کړې چې په دې موده کې یې د ۱۹ کلنو کم عمره جام، د ښځو نړیوال جام، نړیوالو لوبو ته د کوالیفای لوبې او تیست لوبو کې د لوبڅارۍ دنده ترسره کړې ده.
د احمدشاه پکتین ترڅنګ احمدشاه دراني، عزت الله ساپۍ او بسم الله جان شینواری هغه افغان لوبڅاران دي چې په نړیوالو لوبو کې یې د لوبڅار په صفت شتون درلود.