د هند کرکټ ملي لوبډله د روان شل اوریز اسیاجام سیالیو په لړ کې هېڅ لوبه ونه بایلله، او تر تر پایلوبې بې ماتې پاتې شو.
د څلور غوره لوبډلو په وروستۍ لوبه کې چې د هند او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ تېره شپه جمعه، د سپټمبر۲۶مه ترسره شوه د دواړو لوبډلو د ښې لوبې ترسره کولو سره لوبه مساوي شوه او سوپر اوور ته لاړه خو سوپر اوور کې هند په ډېر اساني سره لوبه په خپله نامه کړه.
په یادې سیالۍ کې هند د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲منډې وکړې او د ۲۰۳ منډو هدف یې وټاکه خو بیا د سریلانکا لوبډلې په خورا ښه توپوهنې وکولی شو چې د پنځو لوبغاړو له لاسه ورکو سره ۲۰۲ منډې وکړي او لوبه مساوي کړي.
یاده لوبه د اسیا جام سیالیو په لړ کې یوه بهترینه او زړه راښکونکې لوبه ګڼل شوې چې د تر پایه یې د مینوالو زړونه په درزېدا ول.
هندي لوبډلې لپاره ابشیک شرما ۶۱ منډې او تلک ورما ۴۹ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې خو بل خوا د سریلانکا لوبډلې لپاره پاتوم نیسانکا د غوره توپوهنه سره ۱۰۷ منډې او کوشال منډس ۵۸ منډې وکړې.
د ۲۰۲۵ اسیاجام سیالیو په لړ پاتوم نیسانکا لومړنی لوبغاړی شو چې سل منډې پوره کوي.
د یادولو وړ ده د اسیاجام سیالیو پاې لوبه به د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ د یکشنبې په ماښام د سپټمبر ۲۸مه د د دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.