د ۲۰۲۵ اسیا جام شل اوریزو سیالیو په لړ کې به نن برخلیک ټاکونکې لوبه کې بنګله دېش او پاکستان دویم پړاو ته د لارې پیدا کولو لپاره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د اسیا جام شل اوریزو سیالیو په لړ کې نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۵مه د پاکستان او بنګلهدېش لوبډلو ترمنځ لوبه کېدونکې ده.
دغه لوبه د ماښام په ۷ بجو پیلېږي.
که دغه لوبه بنګله دېش او یا هم پاکستان وګټي، نو پایلوبې کې د هند سره به مخامخ کېږي.
باید وویل شي چې تېره شپه بنګله دېش د هند پر وړاندې ماته وخوړه.
د تېرې شپې لوبه کې بنګله دېش پچه وګټه او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. هند د خپلو شپږ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره بنګله دېش ته د ۱۶۸ منډو هدف کېښود، خو بنګله دېش دغه هدف پوره نه کړ او هند څخه یې د ۴۱ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.
بلخوا پاکستان سریلانکا ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړې او که دا لوبه وګټي په درېیم ځل به د هند پر وړاندې پایلوبې کې مخامخ شي.