د ۲۲۰۵ کال د اسیا جام سیالیو کې تېره شپه هند پاکستان ته د اووه ویکټو په لرلو سره ماته ور کړه. او په دې توګه یې دویمه او په زړه پورې بریا ترلاسه کړه.
د تېره ورځ یکشنبه د سپټمبر ۱۴مه د لوبې پچه پاکستان وګټله او د نهو ویکټو په سوځېدو سره یې په شلو اورونو کې هند ته ۱۲۸ منډې هدف وټاکه.
د پاکستانۍ لوبډلې توپوهنه ښه نه وه او لوبغاړو یې یو په بل پسې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، چې د لوبې په پای کې د وروستۍ ویکټو پر مټ هند ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکل شو.
د لوبې په دویمې پانۍ کې هند د دریو لوبغاړو په زیان په ۱۶ اور کې دا هدف پوره او پاکستان ته یې په لوی توپیر ماته ور کړه.
په دغه لوبه کې د دواړو لوبډلو لخوا ځینې داسې کړنې وشوې چې د کرکټ اصولو پر خلاف وې، له لوبې وروسته پاکستاني لوبغاړو هندي ډرسېنګ روم ته په لاين ولاړ وو، تر څو له هندي لوبغاړو سره لاسونه ورکړي، خو هغوی خپلې دروازې وتړلې او د باندې را ونه وتل، چې د دې کړنې له امله د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر سلمان اغا، او د دغه هېواد د کرکټ بورډ مشر پر هندۍ لوبډلې سختې نیوکې کړي دي.
له دغې کړنې وروسته د پاکستان لوبډلمشر په کنفرانس کې ګډون ونه کړ، او هندي لوبډلمشر په خپلو خبرو وویل چې خپله دغه بریا د پهلګام ترهګریز برید قربانیانو او هندي سرتیرو ته ډالۍ کړه