د ۲۰۲۵ کال اسیا جام په لړ کې نن ماښام د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په یوې برخلیک ټاکونکې لوبې کې سره مخامخ کېږي.
د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې نن پنجشنبه د د سپټمبر ۱۸مه د اسیا جام جام نیمهپایلوبې ته لار پیدا کولو لپاره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
که افغانستان دغه لوبه وګټي، نو د روان جام نیمهپایلوبې ته لار پیدا کوي.
باید وویل شي چې افغان لوبډلې د روان جام لومړۍ سیالي ګټلې، خو دویمه لوبه کې یې د بنګله دېش لوبډلې څخه د ۸ منډو په توپیر ماته وخوړه.
له بنګله دېش څخه د ماتې وروسته د کرکټ لوبې ګڼ مینهوالو نیوکې درلودې چې افغان لوبډلې خپلې ویکټې یو په بل پسې له لاسه ورکړې، او د بنګله دېش لخوا ایښول شوی د ۱۵۵ منډو هدف لوړ نه وه.
هخوا راشد خان، ګلبدین او یو شمېر نورو لوبغاړو هم ویلي چې دوی په تېره لوبه کې له شویو تېروتنو څخه خواشیني دي او کوښښ به وکړي چې ننۍ لوبه کې یې ترسره نه کړي.