د اسیا جام کرکټ سیالیو په دویم پړاو کې نن ماښام د سریلانکا د بنګله دېش پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام کرکټ سیالیو په دویم پړاو کې نن شنبه سپټمبر ۲۰مه ماښام د سریلانکا د بنګله دېش پر وړاندې په یوې حساسه لوبه کې مخامخ کېږي.
د سریلانکا او بنګله دېش دغه لوبه بهد افغانستان په وخت ۷ بجې پیل شي.
باید وویل شي چې د اسیا جام له اتو لوبډو څخه یوازې څلور لوبډلې چې سریلانکا، بنګله دېش، هند او پاکستان لوبډلې دي، دویم پړاو ته لاره پیدا کړې ده.
افغانستان هم چې د دغه جام برخه و، په لومړي پړاو کې یې د یوازې هانګ کانګ پر وړاندې بریا او د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې د سختو ماتو وروسته یې دغه جام کې خپل سفر پای ته ورساوه.