د اسیا جام سیالیو په شپږمه لوبه کې نن یکشنبه د سپتامبر ۱۴مه د ماښام په ۷ بجو پاکستان د هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د الف ګروپ یادو دواړو لوبډلو تر دې وړاندې یوه یوه سیالۍ ترسره کړې چې دواړه لوبډلې د سیالیو ګتونکې وې.
پاکستان تر دې وړاندې عمان لوبډلې ته د ۹۳ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.
د دې ترڅنګ د هند لوبډلې هم په خپله لومړنۍ سیالۍ کې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۹ ویکټو په توپیر ستره ماته ورکړې وه.
په ټوله کې د پاکستان او هند لوبډلو ۱۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي چې ۹ یی هند، درې یې پاکستان کتلي او یوه لوبه مساوي شوې ده.
پاکستان او هند د سیاسي اختلافاتو ترڅنګ د کریکټ په ډکر کې هم د یو بل سخت رقیبان دي او د دواړو لوبډلو مینوال د لوبې پیل ته په بې صبری سره په تمه دي.
همداراز افغان لوبډله هم د اسیاجام سیالیو کې ګدون لري چې تر دا مهاله یې یوه لوبه د هانګ کانګ هېواد پر وړاندې ترسره کړې چې یاده لوبه یې د ۹۴ منډو په توپیر ګټلې وه.
د یادولو ده افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د سپټامبر په ۱۶مه د بنګلهدېش لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.