ده افغانستان ژورنال

البانیا د مصنوعي ځیرکتیا وزیره وټاکله

د البانیا چارواکو خبر ورکړی، چې دغه هېواد کې یې د «دیلا» په نامه د مصنوعي ځیرکتیا وزیره ټاکلې ده.

«ډیلا» په البانیايي ژبه کې د «لمر» په مانا ده او تر دې وړاندې د یوې مجازي مرستیالې په توګه کار کاوه او د ډیجیټلي پلاټفورم په واسطه یې تر یو میلیون زیات غوښتنلیکونه اداره کړي دي.
چارواکو همداراز ویلي، چې ډیلا به د عامه تدارکاتو څارنه کوي، د قراردادونو پروسس به پرمخ وړي او دغه بهیر له فساد څخه پاک وساتي.
د دیلا اصلي موخه د عامه تدارکاتو د چارو چټکتیا، بشپړ شفافیت او حساب ورکونه ښودل شوې ده.

د البانیا لومړي وزیر «اېډي راما»د یادې وزیرې په اړه ویلي چې ډیلا د رشوت، ګواښونو یا په ادارو کې د اړیکو له پاللو څخه اغېزمنه کېدونکې نه ده او په همدې دلیل به یې کار د خلکو پر باور ښه اغېز وکړي.

خو د دې نوې ټاکنې په اړه په البانیا کې وېشلي نظرونه موجود دي. د اپوزیسیون ډیموکرات ګوند د یاد اقدام مخالف دی او دا ټاکنه یې «بې ځایه کار» بللی، خو یو شمېر څېړونکي او متخصصین باور لري چې که په ښه توګه مدیریت شي، د شفافیت او د خلکو د باور د پیاوړتیا لپاره ګټور تمامېدای شي.

البانیا په نړۍ کې لومړی هېواد شو چې مصنوعي ځیرکه وزیره یې ټاکلې ده.

د یادولو ده مصنوعي ځیرکتیا په دې وروستیو کې چټک پرمختګ کړی، او دا امکان لري چې د کارونو چټک او دقیق ترسره کېدو له امله ډېر خلک بیکاره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *