ده افغانستان ژورنال

هند د اسیا جام دویمه لوبه کې بریا خپله کړه

د ۲۰۲۵ کال د هند ملي لوبډلې له کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې څخه په نهو ویکټو بریا خپله کړه.

د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلې تېره شپه چهارشنبه د سپټمبر ۱۰مه د یو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوې، چې متحده عربي اماراتو  کرکټ ملي لوبډلې، د ۱۳.۱ اورونو په لوبو سره خپل ټول لوبغاړي یو په بل پسې له لاسه ورکړل او  هندوستان لوبډلې ته ۵۸ منډې هدف وټاکه.

هند د کوربه لوبډلې دغه هدف د یوې ویکټې په زیان سره د ۴ اور په درېیم بال پوره کړ او په دې توګه یې د اسیا جام سفر په بریا سره پیل کړ.

د هند لپاره په توپ اچونې کې کولدیپ یادیف د یوازې ۱۳ منډو په ورکولو سره د متحده عربي اماراتو څلور لوبغاړي له لوبغالي بهر کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *