د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن ماښام ۷ بجې د هند او کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې نن چهارشنبه د سپټمبر ۱۰مه د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلې سیالۍ کوي.
دغه سیالۍ به نن ماښام په ۷ بجو په دوبۍ کې پیل شي.
باید وویل شي چې د اسیا جام په لومړنۍ لوبه کې تېره سهشنبه شپه د افغانستان او هانګ کانګ ملي لوبډلې سره مخامخ شوې.
افغانستان د ۶ لوبغاړو په سوزېدو هانګ کانګ ته د ۱۸۹ منډو هدف کېښود، هانګ کانګ دغه هدف ته ونه رسېد او افغان ملي لوبډلې د ۹۴ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان لپاره صدیق اتل او عظمت عمرزي خورا ښه توپوهنه وکړه.
عمرزي د شپږو او څلوریزو پر مټ ۵۳ منډې وکړې چې اسیا جام کې یې تر ټولو چټکه پنځوسیزه په خپل نوم ثبت کړه.
د یادولو ده چې سږکال اسیا جام کې اتو لوبډلو برخه اخیستې ده.