ده افغانستان ژورنال

افغان لوبډلې د خپلې راتلونکې لوبې لپاره تمرینات ترسره کړل

افغان کرکټ بورډ ویلي، ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د خپلې راتلونکې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تېره شپه خپل تمرینات ترسره کړل.

افغان کرکټ بورډ تېره ورځ جمعه د سپټمبر ۱۲مه پر خپلې فیسبوکپاڼې د افغان اتلانو د انځورونو په خپرولو سره لیکلي، چې ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د خپلې راتلونکې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تېره شپه خپل تمرینات ترسره کړل.

ټاکل شوې ده افغانستان به د راتلونکې سه‌شنبه د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه د بنګله دېش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

باید وویل شي چې افغانستان د اسیا جام سیالیو په لړ کې په لومړۍ لوبه کې لومړۍ بریا ترلاسه کړې او هانګ کانګ لوبډلې ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړې ده.

تر دې مهاله د اسیا جام سیالیو په لړ کې افغانستان، هند، پاکستان او بنګله دېش خپلې لومړنۍ لوې ګټلې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *